زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/07/10 - 04:28:0
زيارة: 237
مشاركة مع الـأصدقاء

شېخ دلاور: حساب ورکولو ته تیار یم
 شېخ دلاور: حساب ورکولو ته تیار یم

انصار: (د چنګاښ ۲۰مه) د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د طالبانو د رژیم تبدیل شوي وزیر شېخ شهاب الدین دلاور، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د سرې میاشتې ټولنې سرپرست ټاکلی، له وزارت څخه د مخه ښې پر مهال ویلي چې د کار په اړه حساب ورکولو ته تیار دی.

ښاغلی دلاور، چې پر هغه د فساد له تورونو وروسته له دندې تبدیل شو، په مشخص ډول د دغو تورونو او د خپلو دغو څرګندونو د لامل په اړه څه ونه ویل.

ملا هبت الله اخند زاده د نوموړي پر ځای د طالبانو یو بل مهم مقام ملا هدایت الله بدري د کانونو وزارت لپاره سرپرست ټاکلی.

هدایت الله بدري، چې د طالبانو د تحریک د موسس ملا عمر له نږدې کسانو ګڼل کیږي، د دوی د بیا واکمنۍ په لومړیو کې د مالیې وزارت سرپرست و، خو بیا د افغانستان بانک لوی رئیس وټاکل شو.

شېخ دلاور د بدري د معرفۍ په مراسمو کې اعتراف وکړ، چې دی د کانونو په اړه نه پوهیده، خو ادعا یې وکړه چې چارې یې په شفافیت مخ ته وړي.

نور طالب چارواکي هم د کارونو د شفافیت ادعاوې لري، خو د ورکړل شویو دندو د مسلکي مخته وړلو په اړه یې یو مقام هم ادعا نه لري.

د طالبانو منتقدان د دوی ګڼ چارواکي په فساد هم تورنوي او وایي که رېښتیا دوی په شفاف ډول د حکومت چارې سمبالوي، بیا ولې یې رسنۍ او د بیان ازادي محدود کړي او نه پریږدي چې له چارو یې سمه څارنه وشي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32431






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم